By: عزيز الله همدرد , Date:24/02/2020
کابل (پژواک، ۵ کب ۹۸): استاد عبدرب الرسول سیاف او مخکيني ولسمشر حامد کرزي د ارګ او سپېدار ماڼۍ ترمنځ د ټاکنیزو جنجالونو د حل لپاره له غني او عبدالله سره خبرې کړې دي. له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمش... پاتی برخه
By: پژواک , Date:19/02/2020
کابل (پژواک، ٣٠ سلواغه ٩٨) : د يو شمېر ولايتونو ځينې اوسېدونکي د ټاکنو پروسې پر پاى ته رسېدو خوښ دي، خو وايي چې روانې شخړې او لانجې اندېښمن کړې دي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرون ماښام د روان کال د تلې په شپږمه د ترسر... پاتی برخه
By: بهشته ارغند , Date:19/02/2020
کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ۹۸): د ولسمشرۍ ټاکنو يو شمېر نورو نوماندانو هم د ټاکنو کمېسيون له خوا اعلان شوې وروستۍ پايلې ردوي او وايي چې ورته د منلو وړ نه دي. د ټاکنو خپلواک کميسيون پرون مازديګر ناوخته په يوه خبري غونډه... پاتی برخه

کابل (پژواک، ۵ کب ۹۸): استاد عبدرب الرسول سیاف او مخکيني ولسمشر حامد کرزي د ارګ او سپېدار ماڼۍ ترمنځ د ټاکنیزو جنجالونو د حل لپاره له غني او عبدالله سره خبرې کړې دي.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني نن له ماسپښین مخکې له استاد عبد رب الرسول سیاف او مخکيني ولسمشر حامد کرزي سره ولیدل.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، په دې لیدنه کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې ترسره شوه، د هېواد د روان وضعیت او دغه راز د افغان سولې بهیر په اړه هر اړخیزې او دوستانه خبرې وشوې.

کابل (پژواک، ٣٠ سلواغه ٩٨) : د يو شمېر ولايتونو ځينې اوسېدونکي د ټاکنو پروسې پر پاى ته رسېدو خوښ دي، خو وايي چې روانې شخړې او لانجې اندېښمن کړې دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرون ماښام د روان کال د تلې په شپږمه د ترسره شوو ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې.
د دغو اعلان شوو پایلو له مخې، د ولسمشرۍ ټاکنو د ۱۴ نوماندانو له ډلې محمد اشرف غني ۹۲۳۵۹۲ رایې (د ټولو رایو (۵۰،۶۴ سلنه)، ډاکتر عبدالله ۷۲۰۸۴۱ رایې (د ټولو رایو ۳۹،۵۲ سلنه) او ګلبدین حکمتیار ۷۰۲۴۱ رایې (د ټولو رایو ۳،۸۵ سلنه) ترلاسه کړې دي.

کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ۹۸): د ولسمشرۍ ټاکنو يو شمېر نورو نوماندانو هم د ټاکنو کمېسيون له خوا اعلان شوې وروستۍ پايلې ردوي او وايي چې ورته د منلو وړ نه دي.
د ټاکنو خپلواک کميسيون پرون مازديګر ناوخته په يوه خبري غونډه کې د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان کړې چې په ترڅ کې یې محمد اشرف غني د ٥٠،٦٤ سلنې رايو ترلاسه کولو سره ګټونکى معرفي شو.

کابل (پژواک، ٣٠ سلواغه ٩٨): د افغانستان د اسلامي جمعیت ګوند د دارالانشا رییس عطامحمد نور وايي چې د ستونزو او تاوتریخوالي رامنځته کول په هېڅ ډول د ملت په خیر نه دي او له ثبات او همپالنې ټيم یې غوښتي چې له بحران رامنځته کولو ډډه وکړي او خپله انرژي د سولې او امنیت په ټینګښت کې مصرف کړي.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکنو کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو په وروستیو پایلو کې محمد اشرف غني ګټونکی اعلان کړ خو ډاکتر عبدالله دغه پایله نه مني او ځان یې بریالی اعلان کړی دی.

کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ۹۸): د ملي یووالي حکومت اجرایه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د یوه حکم په صادرولو سره، د ټاکنیزو کمېسیونونو کمېشنران ممنوع الخروج اعلان کړل.
د ۱۳۹۸ کال د ۱۱مې میاشتې د ۳۰مې نېټې د ۹۰۷ ګڼې په مکتوب کې چې یوه کاپي یې پژواک خبري اژانس ته رسېدلې راغلي، د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه کړې چې د احتیاطي تیاریو په موخه یې د د دواړو ټاکنیزو کمېسیونونو د دارالانشا د رییسانو او استازو په کډون د دغه کمېسیونونو رییسان او غړي هم د اړوندو محکومو تر قطعي پرېکړې پورې ممنوع الخروج اعلان کړي دي.

کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ٩٨): د ټاکنو خپلواک کمېسیون له خوا د ولسمشرۍ وروستیو پایلو د اعلان په اړه د پژواک انلاین نظر پوښتنه ښیي چې۸۷ سلنه خلک له دغو پایلو خوښ دي او پاتې نورو ورسره مخالفت کړی دی.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرون ماښام د روان کال د تلې په شپږمه د ترسره شوو ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې.
د دغو اعلان شوو پایلو له مخې، د ولسمشرۍ ټاکنو د ۱۴ نوماندانو له ډلې محمد اشرف غني ۹۲۳۵۹۲ رایې (د ټولو رایو (۵۰،۶۴ سلنه)، ډاکتر عبدالله ۷۲۰۸۴۱ رایې (د ټولو رایو ۳۹،۵۲ سلنه) او ګلبدین حکمتیار ۷۰۲۴۱ رایې (د ټولو رایو ۳،۸۵ سلنه) ترلاسه کړې دي.

کابل (پژواک، ۲۹ سلواغه ۹۸): د ټاکنو کمېسیون محمد اشرف غني د  ټولو معتبرو رایو د ٥٠،٦٤ سلنه په ترلاسه کولو د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان کړ.
د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره او د ټاکنو کمېسیون یې نن وروستۍ پایلې اعلان کړې.
د ټاکنو کمېسیون رییسې حوا علم نورستانۍ نن په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو له ډلې محمد اشرف غني د ۹۲۳۵۹۲ رایو (د ټولو رایو (۵۰،۶۴ سلنه)، ډاکتر عبدالله د ۷۲۰۸۴۱ رایو (د ټولو رایو ۳۹،۵۲ سلنه) او ګلبدین حکمتیار د ۷۰۲۴۱ رایو (د ټولو رایو ۳،۸۵ سلنه) ترلاسه کړې دي.

Pages

ټاکنیز خبرونه

By: عزيز الله... , Date:24/02/2020

سیاف او کرزي د ټاکنیزو جنجالونو د حل لپاره له عبدالله...

کابل (پژواک، ۵ کب ۹۸): استاد عبدرب الرسول سیاف او مخکيني ولسمشر حامد کرزي د ار... پاتی برخه

سرغړونې

By: عزيز الله... , Date:19/02/2020

ډاکټر عبدالله د ټاکنیزو کمېسیونونو کمېشنران ممنوع الخ...

کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ۹۸): د ملي یووالي حکومت اجرایه رییس ډاکتر عبدالله عبدال... پاتی برخه

ګوندونه

By: عزيز الله... , Date:19/02/2019

سیاسي ګوندونو د ټاکنیزو کمېسیونونو د تخنیکي برخې د مس...

کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ۹۷): سیاسي ګوندونه او جریانونه د ټاکنیزو کمېسیونونو د غ... پاتی برخه

د ولايتي شوراګانو

معطلى در تذکرۀ الکترونيکى به ضرر مردم و انتخابات است
By: گل محمد تن... , Date:17/09/2015

د برېښنايي تذکرو ځ...

کابل (پژواک، ٢٦ سنبله ٩٤): د بدخشان ولايتي شورا، د برېښنايي تذکرو په وېش که ځن... پاتی برخه

ملي شورا

By: خواجه بصير... , Date:29/04/2019

«د شورا د پرانیستې په ورځ د ولسي جرګې د څلورو ټاکنیزو...

  کابل (پژواک،۹ غویی ۹۸): فیفا د ملي شورا په مراسمو کې له باور لیکونو پرت... پاتی برخه

مرکې

By: عزيز الله... , Date:01/09/2019
کابل(پژواک،۱۰ وږی ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون په بریالي ډول د هېواد پنځو ولایت... پاتی برخه

ټاکنيزې مبارزې

By: د اشرف غني او فرامرز... , Date:08/12/2019

د اشرف غني او فرامرز تمنا ټاکنیزو ټېمونو ايتلاف وکړ

کابل (پژواک، ١٧ لېندۍ ٩٨): د محمد اشرف غني په مشرۍ دولت جوړوونکي ټېم او د فرام... پاتی برخه