لښكرګاه (پژواک ٢٢ كب ۹۲): د هلمند د نادعلي ولسوال وايي، چې په دې ولسوالۍ کې تر عملياتو وروسته امنيتي وضعيت ډېر ښه شوى دى.
د نادعلي ولسوال انجنير محمدابراهيم له پژواک خبري اژانس سره په ځانکړې مرکه کې وويل، اوس په دې ولسوالۍ کې د ټاکنو د ترسره کېدو تر څنګ دا زمينه هم برابره شوه، چې پوليس د کوکنارو د کرکيلې مخنيوى وکړي.
ولسوال زياته كړه، چې اوس په دې ولسوالۍ كې ټولې ادارې فعاله شوي او د سيمې اوسېدونكې اړتيا نه لري، چې د خپلو ستونزو د حل په موخه ولايت ته ولاړ شي.

ګدون وکړی
زموږ اونیزې خبرپاڼې ته دلاسرسي په موخه وڼده واخلئ
د ټولټاکنو انځورونه
وروستي خبرونه
- حکومت د نړۍ په کچه ورته بنسټونو کې د بشري حقونو کمېسیون د غوره ځای د تثبیت هرکلى وکړ
- لښکرګاه کې درې رغنیزې پروژې پلې کېږي
- افغانستان د وريجو د تولید له اړخه نږدې ٦٦ سلنه پر ځان بسيا شوی
- يوناما: د افغان حکومت له خوا پر اداري فساد محکوم ځيني کسان نه دي نيول شوي
- "په میدان وردګو کې ۲۵ طالبان وژل شوي"