وروستي خبرونه

Subscribe to وروستي خبرونه feed
Updated: 29 min 43 sec ago

طالبان : امريکايي پلاوي سره د راتلونکو اقداماتو په تړاو خبرې دوام لري

29 min 43 sec ago
By جاويد هميم کاکړ on 21 January 2020 کابل (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٨) : د طالبانو د قطر دفتر وايي چې له امريکايي پلاوي سره يې پرون تفصيلي خبرې کړې او نن به هم دوام کوي. د طالبانو د قطر دفتر وياند سهيل شاهين په ټويټر کې ليکلي چې پرون ماښام د دوى او امريکايي پلاوي ترمنځ  پر راتلونکو اقداماتو تفصيلي خبرې شوې دي. هغه زياته... read more

"له ۳۰۰ ښوونځیو سره مو د ځمکې مرسته وکړه، خو حکومت یې د جوړولو اراده نه لري"

2020-01-20
By پژواک on 20 January 2020 فېروز کوه (پژواک، ۳۰ مرغومي ۹۸): د غور یوشمېر اوسېدونکي چې د ۳۰۰ ښوونځیو د رغولو لپاره یې د ځمکې مرسته کړې، د یاد ولایت د پوهنې ریاست په دې اړه د پروګرام په نه لرلو تورنوي؛ خو د دغه ریاست مسوولین وایي چې ژر به په دغه برخه کې اقدام وکړي. د غور د پوهنې ریاست د معلوماتو په اساس، په روان کال کې د... read more

د شکایتونو کمېسیون: د ټاکنیزو ټکټونو د استینافي اعتراضونو د ثبت بهیر نن پای ته رسېږي

2020-01-20
By عزيزالله همدرد on 20 January 2020 کابل (پژواک، ۳۰ مرغومی ۹۸): د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د درېیو ټاکنیزو ډلو له خوا د ۶۲۸۳ استینافي غوښتنو د ثبت خبر ورکوي او وايي چې دغه بهیر نن څلور بجې پای ته رسېږي. د یاد کمېسیون ویاندې زرمینې حقجو کاکړ پژواک ته وویل، یاد اعتراضونه د دولت ساز، ثبات او همپالنې او سولې او اسلامي عدالت ټاکنیزو... read more

هلمند کې د ترافيکې پېښې له امله لس کسان ټپيان شوي

2020-01-20
By نیازالدین کلیوال on 20 January 2020 لښکرګاه (پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٨): د هلمند په واشېر ولسوالۍ کې د يوې ترافيکې پېښې له امله لس کسان ټپيان شوي دي. د هلمند د والي وياند عمر ځواک د مرغومي په ٣٠ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته د واشېر ولسوالۍ په مربوطاتو کې يو لوى مسافر وړونکى موټر چپه شوى دى. هغه وايي چې په دغه پېښه... read more

د پاکستاني پوځيانو بريد کې درې افغان سرحدي سرتېري ټپيان شوي

2020-01-20
By خان ولى سالازى on 20 January 2020 اسعد اباد (پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٨): د کونړ ولايت په سرکاڼو ولسوالۍ کې پاکستاني پوځيانو پر افغان ځواکونو بريد کړى چې په ترڅ کې يې درې افغان سرحدي سرتېري ټپيان شوي دي. د کونړ د والي وياند عبدالغني مصميم د مرغومي په ٣٠ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن شاوخوا دوه بجې پاکستاني پوځيانو د سرکاڼو ولسوالۍ... read more

"د افغاني ټولنې د دودونو پېژندنه او ارزونه" سيمينار جوړ شو

2020-01-20
By محمد آصف احمدزى on 20 January 2020 کابل (پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٨): ولسمشر غني وايي، بريالۍ ټولنه هغه ده چې خپلو دودونو او رسمونو ته په انتقادي نظر ګوري او د وخت له غوښتنو او اړتياوو سره سمه اصلاح په کې راولي. نوموړي دغه څرګندونې، نن د علومو اکاډمي د اسلامي علومو د معاونيت له خوا «د افغاني ټولنې د دودونو پېژندنه او ارزونه» په نوم علمي... read more

ولسمشر غني: کابل ښاريان له امنيتي وضعيت څخه خوښ نه دي

2020-01-20
By پژواک on 20 January 2020 کابل (پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٨): ولسمشر غني وايي چې د کابل اوسېدونکي د کابل ښار له امنيتي وضعيت څخه خوښ نه دي او ترڅنګ يې پر پوليسو باور هم له لاسه ورکړى، نو په دغه برخه کې بنسټيزو اصلاحاتو ته اړتیا ده. دغه څرګندونې ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د کابل ښار د څلورمې، لسمې، یوولسمې، پنځلسمې او... read more

په ننګرهار کې د نرګس ګل کلنۍ مشاعره ترسره شوه

2020-01-20
By یوسف ظریفی on 20 January 2020 جلال اباد (پژواک، ۳۰ مرغومی ۹۸):  په ننګرهار کې د نرګس ګل کلنۍ مشاعره تازه امن شوې خوږياڼو ولسوالۍ کې ترسره شوه چې ګڼ شمېر شاعرانو په کې برخه اخيستې وه. د مشاعرې مراسم د مملې باغ په تاريخي بڼ کې نيول شوي و له کوم ځايه چې ټول ننګرهار ولايت ته د نرګس ګلونه لېږدول کېږي. د مشاعرې ګډونوالو په... read more

په بغلان کې د وزلوبې سیالۍ پیل شوې

2020-01-20
By راز محمد on 20 January 2020 پلخمری (پژواک، ۳۰ مرغومی ۹۸): د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د شمالي ولایتونو د وزلوبې سيالۍ پیل شوې. په دې اړه بغلان کې د وزلوبې فدراسیون مسوول حاجي کمال د مرغومي په ۳۰مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې وزلوبه د هېواد د شمالي ولایتو د اوسېدونکو ډېره پخوانۍ عنعنوي لوبه ده چې هر کال يې د ژمي... read more

په کندوز کې ۲۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

2020-01-20
By اجمل کاکر on 20 January 2020 کندوز ښار (پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٨): د کندوز امنيتي چارواکي وايي چې د مرکز په اړوند سيمو کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې ١٢ وسله وال طالبان وژل شوي او اته نور ټپيان شوي دي. په کندوز کې د پامير قول اردو د لومړۍ لوا رييس ارکان ډګرمن شاه محمود د مرغومي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيتي... read more

يوه افغان پر خپل زوى (ناکامورا) نوم ايښى

2020-01-20
By عصمت خاورین on 20 January 2020 کابل (پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٨): د کابل ښار يوه اوسېدونکي سميع الله ځکه پر خپل نوي زېږېدلي زوى د (ناکامورا) نوم ایښى  څو په راتلونکي کې د ټولنې خدمتګار شي . سميع الله په اصل کې د کونړ ولايت اوسېدونکى دى، خو اوس مهال د کابل ښار په دوولسمه ناحيه کې ژوند کوي. نوموړي پژواک اژانس ته وويل، پر زوى... read more

کندهار کې ۱۲ نجونو ته د یوې مدرسې د خونې چت لوېدو پېښه کې مرګ ژوبله اوښتې ده

2020-01-20
By بشير احمد نادم on 20 January 2020 کندهار (پژواک، ۳۰ مرغومی ۹۸): په کندهار ښار کې د یوې مدرسې د چت پرېوتو له امله پنځه ماشومانې مړې شوې او ۸ نورې ټپيانې دي. دغه پېښه نن (د مرغومي ٣٠مه) د کندهار ښار د ۱۲مې امنیتي حوزې اړوند د حکیم صاحب اډې په سیمه کې رامنځته شوې ده. د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، په... read more

په پکتیکا کې دوه کاله مخکې یو ماشوم تښتول شوی، خو لا یې هم برخلیک نه دی معلوم

2020-01-20
By بهشته ارغند on 20 January 2020 کابل (پژوک، ٣٠ مرغومى ۹۸): په پکتيکا کې د يوې کورنۍ غړي وايي چې څه باندې دوه کاله مخکې یې يو ماشوم د خپلوانو له لوري تښتول شوى خو اړوند مسوولين يې د خلاصون لپاره اړينې هلې ځلې نه کوي. دغه ماشوم اووه کلن سمیع الله دى چې د دغه ولايت د ښرنې ښار د اوسېدونکي داوود زوی دى چې په ۱۳۹۶ کال کې د ځینو... read more

تېره شپه لوګر کې د سړې هوا له امله پنځه کسان مړه شوي

2020-01-20
By عبدالمقصود عزيزى on 20 January 2020 پل علم (پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٨): د لوګر دولتي چارواکي وايي چې تېره شپه د سړې هوا له امله په دغه ولايت کې د دوو ښځو په ګډون پنځه کسان مړه شوي دي. د لوګر د ولايتي شورا منشي عدالت عبدالرحيمزي د مرغومي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د دغه ولايت د مرکز اړوند د کډوالو په ښارکوټي کې د... read more

په هلمند کې د کلدارو د مخنيوي لپاره لس ورځې ضرب الاجل ټاکل شوی

2020-01-20
By نيازالدين کليوال on 20 January 2020 لښکرګاه (پژواک ۲۹ مرغومی ۹۸ ) د هلمند والي ټولو د هغو کسانو ته خبرداری ورکړ، چې په پاکستانی کلدارو کاروبار کوي چې تر راتلونکو لسو ورځو پورې دې دا کاروبار بند کړي. هغه زياته کړې چې لس ورځې وروسته به له دوى سره قانوني چلند کېږي. والي تورن جنرال محمد ياسين خان چې په دې اړه يې په لښکرګاه کې يوې... read more

د حوثي وسله والو بريد کې د یمن ٨٣ سرتېري وژل شوي

2020-01-20
By جاويد هميم کاکړ on 20 January 2020 کابل (پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٨): په عربي هېواد يمن کې د حوثي وسله والو په يوه بريد کې شاوخوا ٨٣ سرتېري وژل شوي او تر ١٥٠ زيات ټپيان دي. د راپورونو له مخې، دغه بريد تېره ورځ د يمن پلازمېنې صنعاء ښار ختيځ لور ته په مآرب ښار کې پر يوې پوځي قرارګاه شوى دی. ځايي پوځي چارواکو ويلي چې حوثي وسله والو پر... read more

په خوست ښار کې چاودنې درې ملکي وګړي ټپيان کړي

2020-01-20
By يوسف منګل on 20 January 2020 خوست ښار (پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٨) : د خوست ښار د جرګو تالار ته نږدې د ماين چاودنې له امله درې ملکي وګړي ټپيان شوي دي. د خوست د امنيې قوماندانۍ وياند عادل حيدر د مرغومي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه نن سهار شاوخوا اته نيمې بجې وشوه. هغه زياته کړه، ماين د سړک پر غاړه ځای پر ځای شوی و... read more

ناپېژاندو کسانو په کابل ښار کې د يوې کورنۍ څلور غړي وژلي

2020-01-20
By احمدشاه عرفانیار on 20 January 2020   کابل (پژواک، ۲۹ مرغومى ۹۸): تېر ماښام د کابل ښار په جنګلک سيمه کې يوه کور ته ناپېژاند کسان ننوتلي او د يوه ماشومان په ګډون څلور غړي يې د تېشې په وسيله وژلي دي. د کورنيو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې تېر ماښام اووه بجې د کابل ښار د اوومې حوزې اړوند ساحه کې یوه کور... read more

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستياله پر افغان سولې خبرو لپاره اسلام اباد ته رسېدلې

2020-01-20
By جاويد هميم کاکړ on 20 January 2020 کابل (پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٨): د افغان سولې په تړاو د روانو هڅو په وروستيو مرحلو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستياله مېرمن اليس وېلز پاکستان ته رسېدلې ده. په اسلام اباد کې د امريکا سفارت له خوا د مرغومي په ٣٠مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې مېرمن ويلز پرون په څلور ورځني رسمي سفر اسلام... read more

"په افغان سوله کې دې له نړيوالو تجربو کار واخيستل شي"

2020-01-20
By جاويد هميم کاکړ on 20 January 2020 مزارشريف (پژواک، ٣٠ مرغومی ۹۸): د افغانستان د عامه مطالعاتو موسسه وايي چې د افغان جګړې ښکېل اړخونه دې د سولې په برخه کې له نړيوالو تجربو کار واخلي. د بلخ ولايت په مرکز مزاشريف ښار کې  پرون د سولې د روانې پروسې اړوند کنفرانس جوړ شو چې ګډونوالو يې له پوځي لارې د افغانستان د جګړې حل ناشونی... read more

Pages