کابل (پژواک، ۲۸ تله ۹۸): د ولسمشرۍ نوماند ګلبدين حکمتيار وايي چې په لومړي پړاو ټاکنو کې هېڅ نوماند بريالى نه دى، بايد د دويم پړاو ټاکنو ترسره کېدو لپاره لنډمهال حکومت رامنځته شي.
دغه څرګندونې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د تلې په ۲۸مه په کابل کې يوې خبري غونډې ته وکړې.
هغه وويل چې د ټاکنو په ورځ يو ميليون غير بايومټريک رايې کارول شوې او که چېرې دغه يو ميليون رايې ترې بېلې شي، پاتې رايې د ټاکنو مشروعيت نه شي تضمينولى، نو بايد دويم پړاو ټاکنې ترسره شي.
نوموړى تور پورې کړ چې د ټاکنو په پروسه کې حاکمو ټېمونو په پوره ډول درغلي کړې، نو بايد دويم پړاو ټاکنې د يوه بې پرې او لنډمهال حکومت په وجود کې ترسره شي.
حکمتیار د ټاکنو پر کمېسیون نيوکه وکړه چې د پاکو او ناپاکو رايو په جلا کولو کې پاتې راغلى نو ځکه يې ونه شو کولاى لومړنۍ پایلې پر ټاکلي وخت اعلان کړي.
نوموړى وايي چې په ۱۶ کټګوريو کې يې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته ځينې پوښتنې وړانډې کړې خو تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړى.
هغه د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې د ولسمشرۍ ټاکنو یوه نوماند يواځې په خپله يوه غونډه کې څلور ميليونه ډالر لګولي دي.
هغه زیاته کړه چې په درملوک کمپنۍ کې د جرمني هېواد حکومت هم ۲۵ سلنه برخه لري نو بايد د بايومټريک ماشينونو په برخه کې تړون له يوې بې پرې کمپنۍ سره لاسليک شوى واى.
همدا راز حکمتیار نیوکه وکړه چې د بهرني هېوادونو استازي بايد د ټاکنو په کمېسيون کې د ټاکنو  له بهیره ليدنه ونه کړي؛ ځکه دغه پروسه تر پوښتنې لاندې راځي.
د حکمتیار د معلوماتو له مخې شاوخوا شپږ میلیونه کډوال او درې میلیونه بې ځایه شوي کسان د رايې له ورکولو څخه محروم شوي دي.
نوموړي پر سترې محکمې هم نيوکه وکړه چې د ملي يوالي حکومت د مودې د غځولو واک يې نه درلوده خو دغه کار يې وکړ.
همدارنګه حکمتیار ګواښ وکړ که چيرې له دوى څخه د رايو اخيستو حق يې واخيستل شي نو بدې پايلې به ولري.
هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((که د هېواد خپلواکۍ، د خلکو حقونه، ملي ارزښتونه او ملي حاکمیت تر پښو لاندې راشي نو سنګر ته به بېرته لاړم شم.))
حکمتيار وايي، که چېرې د ټاکنو پايلې د بايومټريک رايو پر اساس اعلان شي، دى ګټونکى دى.
ده وویل: ((له سولې نه مې مه پېښمانه کوئ او د ټاکنو پایلې ومنئ.))
د يادونې ده، د تلې په شپږمه د ولسمشر ټاکنې ترسره شوې خو د ټاکنو کمېسيون تر اوسه لومړنۍ پايلې هم نه دي اعلان کړې.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.